دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍفرانس : د اروپايي ټولني بیرغ لرې کړ.

فرانس : د اروپايي ټولني بیرغ لرې کړ.

ويب ډیسک

فرانسوي چارواکو د پاریس ښار له بریا تاق څخه په موقتي توګه لګول شوی د اروپايي ټولنې بیرغ، د يکشنبې په ورځ بیرته لرې کړ.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د ولسمشر امانويل ماکرون ښي اړخي مخالفانو هغه د فرانسوي هویت پر «له منځه وړو» باندې تورن کړ.

پاریس د اروپايي اتحاديې آبي رنګه بیرغ د نوي میلادي کال په جشن کې په دې ویاړ پورته کړی وو، چې د اروپايي اتحاديې د شورا د راتلونکو شپږو میاشتو مشري فرانسې ته ورکول کیږي.

د ۲۰۲۲م کال په شپه د پاریس ښار ایفل برج او د پانتیون ودانۍ په څیر نور مهم ځایونه هم د اروپايي اتحاديې پر بیرغ ډيزاین شوې ول.

خو د ماکرون مخالفانو دغه اقدام د فرانسې میراث او پخوانيو سرتیرو ته سپکاوی بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې فرانسه په راتلونکي پسرلي کې د ولسمشرۍ انتخابات لري.

محافظه کارې نوماندې، والري پکرس پر ټويټر ليکلي دي: «د اروپا مشري کول هو، د فرانسوي هویت ورکول نه.»

هغې غوښتنه کړې چې بیرته دې د فرانسې بیرغ وځړول شي. پکرس زیاته کړې: «موږ د خپلو سرتيرو چې زموږ له پاره يې خپلې وينې توېې کړي پوروړي یو.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه