دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور پښتون : که ملګري يي راخوشي نه شول نو اسلام اباد...

منظور پښتون : که ملګري يي راخوشي نه شول نو اسلام اباد ته به لانګ مارچ وکړؤ

ويب ډیسک

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې په يوه جلسه کې د خپلو بندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه تکرار کړه.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنورۍ په دويمه شوې جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وينا کې وويل چې د پاکستان ریاست دې د وسله والو پر ضد د بې توپيره کار، د پښتنو بنديانو خوشې کولو او نورې غوښتنې ومني. ((خبرداری درکوم چې اوس هم سر وخت دی. هسې نه چې سبا اوبه له سر تېرې وي.))

د پاکستان حکومت تر اوسه د هغه د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی خو پخوا یې په بيا بيا ويلي چې دوی د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.

پښتين زیاته کړه چې د علي ‌وزیر تر څنګ دې اویس ابدال، حنيف پښتين او د بشري حقونو نور ټول فعالان بې له ځنډه خوشې شي. هغه د سيند صوبې پر حکومت غږ وکړ چې پر علي‌وزیر او نورو پښتنو درج شوي ايف ايي ار دې واپس واخلي. ((دلته ډير پښتانه اوسيږئ. دوی ته خپلو حقونه ورکړئ.))

تر اوسه په سيند صوبه کې د پيپلز پارټۍ د هغه د خبرو په اړه څه نه دې ويلي خو تر دې مخکې د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري ويلي وو چې د علي وزیر د قضيه په اړه وزیراعلی ناخبره ساتل شوی وو.

پښتين اعلان وکړ چې پلان لري چې د سیند اسمبلۍ مخې ته به احتجاجي پرلت وهي او که بیا یې هم ملګري راخوشې نه شول نو اسلام اباد ته به لانګ مارچ کوي. د هغه په وينا په دې لاريونو کې به سينديان او بلوڅان هم د ځان سره ملګري کوي. هغه د دې لاريون نېټه ونه ښوده خو وې ويل چې تياريانې یې روانې دي.

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پارليمان عړی، علي وزير د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيولی وو او وروسته یې کراچۍ ته وليږه. پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړي په سهراب ګوټ کې د یوې جلسې په وخت د پاکستان د امنيتي ادارو پر ضد په وينا خلک راپارولي وو.

خو نوموړی دا تورونو بې بنياده بولي. د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د هغه د مقدمې اورېدنه به د جنورۍ په ۱۵مه کيږي. البته په ورته یو بل کېس کې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو. د هغه کورنۍ مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي‌چې علي وزیر د پاکستان ايين لاندې د پښتنو د حقونو غوښتنه کړې نو په زندان کې ساتل یې تعصب دی.

پر علي وزیر سربیره د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور غړي لکه اویس ابدال، او حنیف پښتين هم په ورته تورونو کې په جيلونو کې دي. خو غورځنګ دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او سوله ییزو لارو د پښتنو حقونه غواړي.

د کراچۍ په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو تقریر کوونکو د پاکستان له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په وسله والو کې دې ښه او بد نه ګوري او امن دې پر ځای کړي. د پاکستان پوځ همېشنی دريځ دی چې د امنيتي لپاره د زرګونو سرتيرو قربانۍ ورکړې چې له وجې يې په قبايلي ضلعو کې له نوي فېصده زياته خاوره له وسله والو پاکه شوې ده.

مشعل راډیو نه په مننه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه