یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد سویلي افریقا کېپ ټاون ښار کې د دې هېواد د پارلمان...

د سویلي افریقا کېپ ټاون ښار کې د دې هېواد د پارلمان ودانۍ کې پراخ اور لګېدلی دی.

ويب ډیسک
خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ودانۍ چت د اور لمبو کې سوځي او تور لوګی یې پورته اسمان ته خېژي او له ډېر لېرې کتل کېدای شي.

تور اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی مالوم، خو لسګونه اور وژونکي یې د کابو کولو هڅې کوي.‌

کېپ ټاون کې د بي بي سي خبریال د ځایي چارواکو له قوله وایي، اور د ودانۍ دریم پوړ کې پیل شو او ژر د ملي اسمبلۍ تر تالاره ورسېد.
داسې ګومان نه کېږي چې په دې اور لګېدنه کې دې چا ته کوم زیان اوښتی وي.‌

اور وژونکي وایي، د ودانۍ فرش لرګین دی او هرې خوا ته غالۍ خورې دي، او له همدې کبله ښایي د اور کابو کول څو ساعته وخت ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه