ويب ډیسک
انتوني بلینکن تېره ورځ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې د خبرو پرمهال ويلي، چې امریکا په افغانستان کې وضعیت له نږدې څخه څاري او په دې هکله له خپلو شریکانو سره ګډ کارکوي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان کې ښايي د ژمي له پیلیدو سره وضعیت نور هم کړکیچن شي؛ خو بیا یې ويلي چې هېواد یې له افغانستان سره ستر مرستندوی هېواد دی.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې یوه ډله یې ددې په خاطر ګومارلې ترڅو په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان په هکله د امریکايي تګلارې بیا کتنه وکړي او په افغانستان کې ترلاسه شوې تجربې وارزوي.
د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوې برخې د آزادولو په هکله بلینکن ویلي، واشنګټن غواړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې له دغو پیسو به تالبان ګټه نه اخلي، بلکې یوازې عامو خلکو ته به یې ګټه رسیږي.


