ويب ډیسک
د کرکټ تر نولس کلونو کم عمره د افغان کرکټ لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې سبا پنجشنبه مسابقه کوي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک رسنيو ته ويلي، ټاکل شوې سبا د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې د افغانستان تر نولس کلونو کم عمره لوبډله د پاکستان له نولس کلونو کم عمره ټیم سره خپله لومړۍ لوبه وکړي.
افغان لوبډله د دې مسابقو لپاره ښه چمتووالی لري نو که خدای کول ښې نتیجې به ترلاسه کړي.


