ویب ډیسک
نن د مې میاشتې دویمه د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د لسم تلین سره برابره ده.
امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان پلازمینې ته نږدې، ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ،چې په یوه کور کې پټ شوی و، وواژه.
هغه مهال د امریکا پخواني ولسمشر، بارک اوباما د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اعلان سره وویل،چې د یوولسم سپټمبر د برید غچ یې واخېست.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د یوولسم سپټمبر له برید وروسته پر افغانستان ظاهراً د دې لپاره یرغل وکړ، چې اسامه بن لادن له منځه یوسي،خو هغه له دې برید یوولس کاله وروسته په پاکستان کې ووژل شو.


