سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهذبیح الله وايي: د ښځو دتعلیم په رابطه د اسلامي همکاریو سازمان...

ذبیح الله وايي: د ښځو دتعلیم په رابطه د اسلامي همکاریو سازمان اندیښنې ددرک وړ دي

پښتو جرنل
‏د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په اړه د اسلامي امارت د ویاند  ذبیح الله مجاهد څرګندونې وايي
د ا.ا.ا د اسلامي همکاریو دسازمان له غونډې او دافغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي.
هغه په خپلې راغلې اعلاميه کې زیاته کړې او وايي واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

‏ د ښځو د زدکړو په دغه څرګندونو کې ویل شوي «د ښځو دتعلیم په رابطه ددغه سازمان اندیښنې ددرک وړ دي، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې دزمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه رفع شي.»

هغه زیاته کړې اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا داسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه