ويب ډیسک
وروسته له هغه چې آسټراليا د افغانستان سره د درې یو ورځنيو لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه او علت يې په افغانستان کې د ښځو پر کار او ښونځيو بندېز وښود، د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي نوين الحق په يوه ټويټ کې ويلي چې نور به د آسټراليا په بيګباش لیګ کې تر هغې ونه لوبیږي، څو چې آسټراليا د دا ډول «ماشومانه» پرېکړو څخه لاس وانه خلي.
ټاکل شوې وه چې دا لوبې په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وای.


