سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاو آيي سي :نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز د خواشینۍ وړ...

او آيي سي :نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز د خواشینۍ وړ او له اسلامي ارزښتونو سرغړونه ده

ويب ډیسک

د اسلامي همکاریو سازمان، طالبانو لخوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونو په اړه سعودي عربستان کې بېړنۍ او ځانګړې ناسته کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز د خواشینۍ وړ او له اسلامي ارزښتونو سرغړونه بللې، ویلي یې دي چې ښوونه او روزنه یو بنسټیز بشري حق دی؛ ټول وګړي باید په مساوي او ناتبعیضه ډول ورته لارسی ولري او ترې بې برخې نشي.

دغه سازمان له طالب‌چارواکو غوښتي چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان منشورونو اصولو او اهدافو ته غاړه کېږدي، او د نړیوالو میثاقونو او تړونونو په ځانګړي ډول د نړیوالو بشري حقونو له مخې دې خپل مکلفیتونه د ښځو، ماشومانو، ځوانان او بوډاګانو پر وړاندې مرعات کړي.

د افغانستان پر اړه د دغه بېړنۍ ناستې غړو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي څو خپل حقونه وکاروي او د هغو حقونو او مسؤلیتونو سره سم چې د اسلام او بشري حقونو نړیوال قانون لخوا وړکړل شوي د افغان ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان کورني او بهرني نادولتي موسسې هڅولي چې افغانستان کې د شته ستونزو سره سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دې د پخوانیو بندیزونه سربېره د ښځو پر زده‌کړې او کار بندیز لکولی چې په پرخه کچه یې د اسلامي هېوادونو او بنسټونو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو غبرګونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه