ويب ډیسک
د ژغورنې نړيواله کميټه وايي، بشردوستانه او ټولو هغو برخو کې چې موږ کار کوو د ښځو رول په کې يوه عملياتي اړتيا ده.
دغه کميټې ويلي، افغانستان کې د ښځينه سرپرست لرونکو کورنيو له ډلې ۸۲ سلنه يې د خوړو خونديتوب نه لري. له ښځينه کارکوونکو پرته موږ نشو کولای زيان منونکو کسانو سره مرستې وکړو.
د ژغورنې نړيوالې کميټې چې افغانستان کې يې خپل فعاليتونه درولي، په يوې بيانيه کې ويلي، که د دې ادارې ښځينه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي، دوی لېواله دي چې افغانستان کې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو د کار بنديز په غبرګون کې يو شمېر نورو لويو بنسټونو هم افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول.
ملګري ملتونه وايي، په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز – په داسې حال کې چې افغانستان کې ۲۸ ميليونه وګړي د ژوند کولو لپاره مرستو ته اړ دي – ګواښوونکې پايلې لري.


