دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي:افغانستان کې د ښځو حقونه په سيستماتيک ډول تر پښو...

ملګري ملتونه وايي:افغانستان کې د ښځو حقونه په سيستماتيک ډول تر پښو لاندې کېږي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتوتو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شويو بنديزونو ته په اشارې سره ويلي، چې دغه هېواد کې د طالبانو له لوري د ښځو حقونه په سيستماتيک ډول تر پښو لاندې کېږي.

ولکر ټرک د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، دا ډېره د اندېښنې وړه ده چې د بشري حقونو له اعلامیې ۷۵ کاله وروسته، د نجونو او ښځو د حقونو د سلب لپاره هڅې ډېرې شوي او دغه هڅې پاروونکې او بې مخينې دي او بلاخره به ناکامه شي.

ښاغلي ټرک د طالبانو وروستيو اقداماتو ته په اشارې سره، د افغان نجونو او ښځو د ژوند وضعيت ترينګلی وبله او ويې ويل، راغلی وضعيت بې مخينې دی.

د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنر همداراز ويلي، په مناسب وخت کې غواړي افغانستان ته سفر وکړي او طالبان په دې متقاعد کړي چې د هېواد پرمختګ کې د ښځو ونډه په پام کې ونيسي.

هغه ټينګار وکړ، هېڅ هېواد نه شي کولای له ټولنيز او اقتصادي اړخه د نيمې برخې نفوس په حذفولو سره ثبات او پرمختګ ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو وروستيو بنديزونو د هېواد دننه او بهر پراخ او سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه