دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي، د ښځو پر کار بنديز د ټولو افغانانو لپاره...

ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر کار بنديز د ټولو افغانانو لپاره ګواښوونکې پايلې لري.

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي، په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز د ټولو افغانانو لپاره ګواښوونکې پايلې لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ويلي، طالبانو په داسې حال کې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی چې افغانستان د قحطۍ، اقتصادي کړکېچ، بې وزلۍ او يخ ژمي سره مخ دی.

اوچا وايي، اوسمهال ۲۸ ميليونه افغانان د ژوند د دوام لپاره مرستو ته اړ دي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم پر افغان ښځو د تحصيل او کار بنديز په غبرګون کې خپله ژوره خواشيني ښودلې وه او ويلي يې ؤ، دغه اقدامات د بشري حقونو نقض دی او بايد لغوه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه