ويب ډیسک
د پاکستان ملي امنيت شورا ناسته کې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پوځي اقدام ارزونه
د راپورونو پر بنسټ، تمه ده نن د پاکستان د ملي امنيت شورا ناسته کې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) د حضور او پټن ځایونو او د دوی پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه وروستی تصميم ونيول شي.
د پاکستان ملي امنيت شورا له دې وړاندې د دغه هېواد صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوې ناسته کې د دې موضوع په اړه جزئيات وارزول، خو وروستی تصميم وځنډول شو.
د دې شورا بله ناسته کې چې نن دوشنبه به ترسره شي، د افغانستان دننه د تحريک طالبان پاکستان پر وړاندې د پوځې اقدام په شمول به د پاکستان د امنيت اړوند کليدي تصميمونه ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله تازه په خپله يوې مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان پټن ځايونه له منځه يوسي او د دې کار د نه ترسره کېدو په صورت کې اسلام دا خپل حق ګڼي چې د افغانستان خاوره کې پر دغه پټن ځايونو بريد وکړي او په دې اړه به ارزونه هم ترسره کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د کورنيو چارو وزیر څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بللي او ويلي يې دي، افغانستان لا وارثه نه دی، د هېواد دفاع ته چمتو یو.
ويل کېږي، طالبانو خپل ځواکونه د کندهار جنوب ته استولي دي.


