دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار له...

ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار له منځه یوړل شو

ویب ډیسک

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو او د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ په اوده کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار کشف او له منځه وړی دی.

له یاد لابراتوار څخه ۳۰۲۵ کیلوګرامه تریاک، مورفین او کېمیاوي توکي او همدارنګه ځینې وسایل چې د نشه يي توکو په جوړونه کې ترې استفاده کېږي، کشف شوي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون پر بنسټ تر څېړنو وروسته په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه