پښتو جرنل
طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم پخپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې ویلی چې
پرون بيګاه د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس ملا برادر او ورسره پلاوي او د امريکې د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ورسره پلاوي تر منځ ناسته تر سره شوه.
په ناسته کې په عامه توګه د دوحې دتوافقنامې د ټولو مادو د پوره عملي کيدو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لوريو توافقنامې ته په خپلو ژمنتياوو ټينګار وکړ.
د طالبانو له خوا په ټاکلي وخت د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګار وشو؛ ځکه چې همدا د هيواد د ستونزو د هواري په لور اساسي ګام دی.
په ناسته کې همدارنګه د پاتې ټولو بنديانو د خلاصون او د تورو ليستونو د ختمولو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې او بحثونه وشول.


