ویب ډیسک
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ یو شمېر ورزشکارو مېرمنو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل
پدې لیدنه کې ورزشکاره مېرمنې د سولې پروسې ته د خوشبینۍ ترڅنګ په تېرو کلونو کې د مېرمنو د لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکې شوې.
دوی وویل، هغه سوله ورته د منلو ده، چې پکې د مېرمنو معناداره ونډه د یو واقیعت په توګه ومنل شي او د ټولنې د اقشارو ترمنځ پکې تبعیض وجود ونلر.
دوی ټینګار وکړ، چې د مېرمنو لپاره د ږرزش د زمینې برابرول د هېواد د توسعې او انکشاف کې د تېرو کلونو له لاسته راوړنو یوه ده او نه باید دا لاسته راوړنه د سولې قرباني شي.
د ملي مصالحې عالي شورا د مېرمنو د کمېسیون رییسې مېرمن ګل مکۍ د سولې په پروسه کې د مېرمنو په فعاله رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، سوله پرته د مېرمنو له معنادار حضور څخه د منلو نده.
په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې مېرمن انجنیر زهره مطهر احمدزۍ وویل، ورزشکارو مېرمنو په تېرو شلو ملونو کې د مېرمنو د توان او ظرفیت څخه نوی تصویر نندارې ته وړاندې کړی او دا یې وښوده چې دوی کولی شي د هېواد په توسعه او انکشاف کې فعاله رول ولوبوي.
مېرمن احمدزۍ وویل، مېرمنې د ټولنې یوه مهمه برخه ده، د یوې ټولنې ثبات او پایښت د مېرمنو د فعالې ونډې پورې اړه لري.
نوموړې زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا د سولې په خبرو اترو کې د ورزشکاره مېرمنو له حقونو او لاسته راوړنو ملاتړ کوي، افغانو مېرمنو وښوده، چې بېرته شاته نه ګرځي.
پدې لیدنه کې ورزشکارو مېرمنو د سولې په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې سره شریک کړل او د سولې په پروسه کې د مېرمنو د غوره رول غوښتونکې شوې.


