ويب ډیسک
د برتانیا صدراعظم رشي سوناک کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره کتلي او د ۵۰ میلیونه پونډو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان یې کړی دی.
سوناک د دې سفر پرمهال د اوکرایني سرتېرو یاد ته درناوي ترڅنګ د ویجاړ شویو روسي تجهیزاتو له نندارتونه لیدنه کړې او ویلي یې دي، “زه په دې ویاړم چې برتانیا له لومړۍ ورځې راهیسې د اوکراین تر څنګ ولاړه ده او زه نن دلته د دې لپاره راغلی یم چې دا ژمنه بیا تازه کړم.”
د برتانیا صدراعظم همداراز ویلي، چې هېواد یې د خپلو مرستو ډېرولو سربېره د اوکراین پوځ لپاره د روزنې فرصتونه هم ډېروي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د برتانیا صدراعظم سره لیدنه کې وویل، “د جګړې له پیل راهیسې اوکراین او برتانیا تر ټولو قوي ملګري پاتې شوي”.
د راپورونو له مخې برتانیا وروستیو مرستو موخه د روسیې هوایي بریدونو مقابله ښودل شوې، چې پکې به د الوتکو ويشتلو وسلې او د بې پیلوټه الوتکو کنترولو لپاره ټکنالوژي او لسګونه رادار سیستمونه شامل دي.
دا له هغه مهال راهیسې چې ریشي سوناک د صدراعظمۍ چارې سمبالوي اوکراین ته د هغه لومړی سفر دی.


