دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ټویټر نوي مالک ته د ملګرو ملتونو پیغام: بشري حقونو ته...

د ټویټر نوي مالک ته د ملګرو ملتونو پیغام: بشري حقونو ته درناوی وکړئ

ويب ډیسک

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو لپاره عالي کمیشنر په یوه پرانیستي لیک کې په ټویټر کې په پراخ ډول له دندو د خلکو د لرې کولو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې.

د ټویټر له پېرودلو سمدستي وروسته ایلان ماسک د دغې رسنۍ لوړپوړي چارواکي او شاوخوا نیمایي کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر فولکر ترک د ټویټر له مشر ایلان ماسک غوښتی چې په دې ټولنیزه شبکه کې د بشري حقونو مراعاتولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ایلان ماسک شاوخوا لس ورځې مخکې سمد لاسه د ټویټر له جنجالي پیرلو وروسته د دغې شبکې لوړپوړي چارواکي لرې کړل .

ترک، د ټویټر ټولنیزه شبکه د معالوماتو شریکولو او اړیکو په برخه کې د نړیوال انقلاب یوه برخه بللې. نوموړي ویلي: «زه دا لیک په خفګان او اندیښنه لیکم ځکه د دیجیتل او ټولنیزو اړیکو د راتلونکې په اړه چې دغه رسنۍ پکې مهم رول لوبوي، اندیښمن یم.»
فولکر ترک، د خپل لیک په یوه بله برخه کې لیکلي چې ټویټر باید د هغو کاروونکو د بیان آزادۍ لپاره کار او هڅه وکړي چې حکومتونه یې پرې محدیتونه وضع کوي.

د راپورونو له مخې په تېرو ورځو کې د ټویټر شبکې له ۷۵۰۰ کارکوونکو څخه شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو ته د برېښنالیک له لارې د دوی د ګوښه کېدو خبر ورکړل شوی دی .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه