ويب ډیسک
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې له لوبېدو وروسته هېواد ته ستنه شوې ده. د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې هېواد ته د ملي لوبډلې د ستنېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ په نړیوالو سیالیو کې پنځه لوبې لرلې، چې دوه یې د باران له امله مساوي او درې یې بایللې دي. دغې لوبډلې خپله وروستۍ لوبه استرالیا ته په څلورو منډو وبایلله.
له وروستۍ لوبې وروسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عیسي خېل استعفا هم وکړه او نړیوال جام کې د «ښه نه ځلېدو» له امله یې له افغانانو بښنه هم غوښتې وه.
د محمد نبي عیسی خېل له استعفالیک ظاهرآ داسې ښکارېدله، چې هغه دا پرېکړه د «ځینو اختلافاتو» له امله کړې ده.
محمد نبي عیسیخېل د نړیوال جام له پاره د لوبغاړو د غوراوي پر سر د همغږۍ نشتوالی او دې ته ورته ځینې ستونزې د خپلې استعفا لامل بللی وو.
تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل استعفا ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم بل څوک د لوبډلمشر په توګه اعلان شوی دی.


