ويب ډیسک
ملګرو ملتونو په خپل يو تازه راپور کې ويلي، چې ښايي چين په سينکيانګ سيمه کې په بشري جنايتونو لاس پورې کړی وي.
دغه سازمان په خپل ۴۸ مخيز راپور کې د چين په سینکيانګ کې د اويغور او د مسلمانانو لږکيو زورونې ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې پيکن د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د بشري حقونو ضد اقدامات ترسره کوي.
ملګري ملتونه وايي، د چين دغه کړنې کېدای شي په نړيواله کچه د بشريت ضد جنايتونو کې راشي.
د دې راپور د خپرولو د مخنيوي لپاره د چينايي چارواکو د ډېرو فشارونو سربېره بيا هم په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو عالي کمېشنرې ميشل باشلې دغه راپور خپور کړ.
له دې وړاندې د امريکا په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو هم چين په سينکيانګ سيمه کې د بشري جنايتونو په ترسره کولو تورن کړی و.


