دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوې ښځې قاري سعید خوستي په «جنسي تیري» او «اجباري نکاح» باندې...

يوې ښځې قاري سعید خوستي په «جنسي تیري» او «اجباري نکاح» باندې تورن کړی.

ویب ډیسک

د یوې مېرمنې له لورې هغه ویډیویي کلیپونه د ټولنیزو رسنیو سرټکی ګرځیدلی چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي په «جنسي تیري» او «اجباري نکاح» باندې تورنوي.

سعید خوستي په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دغې ویډیو ته په غبرګون کې دغه تورونه رد کړي دي خو دا یې منلې ده چې له دغې مېرمنې سره یې نکاح کړې وه او بیا یې وروسته طلاق ورکړی وو.

دغه میرمن چې الهه نومیږي ادعا یې کړې ده چې کله یې د دغه ناوړ چلن له کبله له افغانستان تېښته کول غوښتل، نو په تورخم کې ونیول شوه او بیرته کابل ته ولیږدول شوه. هغه په داسې حال کې چې ژاړي وایي چې طالب چارواکو هغه توبه ایستلو او له سعید خوستي سره بیا نکاح کولو ته مجبوره کړه.

یاده مېرمن ادعا کوي چې د سعید خوستي له لوري په مکرر ډول وهل او ټکول شوې او په یوه ویډیو کې د خپل بدن ټپونه هم ښيې. هغه په دغه ویډیوګانو کې وایي چې زندان ته ورته او د برمته نیولې په توګه شرایطو کې ژوند کوي او احتمالا د دې ویډیو تر نشریدو وروسته نوره ژوندۍ پاتې نه شي. هغه وایي چې د پخواني حکومت د یوه نظامي لور ده او په دغه ویډیو کې د ژغورنې له پاره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند چې ویل کیږي د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته نزدې کس دی، دا منلې ده چې شپږ میاشتې دمخه یې د دغې نجلۍ په غوښتنه له هغې سره نکاح کړې وه.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي دي چې تر نکاح وروسته متوجه شو چې الهه د «عقیدې، باور» مشکل لري. د خوستي په خبره هڅه یې کړې وه چې د نصیحت له لارې دغه مېرمن اصلاح شي خو نتیجه یې ور نه کړه او الهه «مقدساتو او قرآن کریم ته توهین وکړ.»

سعید خوستي د دغي مېرمنې له لورې د وهلو او ټکولو ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې «د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه، طلاق مې ورکړ.» هغه له دغې مېرمنې سره نکاح یو ناسنجول شوی کار یاد او پر دې یې «پيښماني» څرګنده کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه