یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسياسي نطريه څه ده...؟ دومه برخه

سياسي نطريه څه ده…؟ دومه برخه

ليکنه: محمد نعیم 

د یوې ساینسی نظریې د باوري توب د ازمییلو اصولونه ( The Principles of Determining the Credibilty of a Scientific Theory )

په ساینسي نظریه ددې مضمون په وړومبي ټوک کې مونږ اوویل چې د ساینسي نظریه اصطلاح یو خاص مانا لري او دا مانې د هغه مانې نه بدله ده چې مونږ یې په عادي (عام) ژوند کې کوو ددې مانې هغه نظریې هم نه دي چې مونږ د خپل چاپیریال په اړه په اډهاک بنیادونو یا د اټکله او ګمانه یا صرف د وجدانه وړاندې کړي (وضع کړي) وي بلکې د ساینسی نظریې مطلب هغه نظریې دي چې د یوې حل طلبه یا وضاحت طلبه ستونزې په اړه د ساینسي طریقه کار The Scientific Method له لارې رامنځته شوي وي د ساینس طريقه کار د ساینس د فلسفې Philosophy of Science په خاصه د Epistomology of Science یوه مهمه موضوع ده او په دغه برخه کې پرې پراخه او ژور کار شوی دی دا موضوع په دې خبره بحث کوي چې د ساینسي علم فطرت nature څه دی دا څنګه رامنځته کېږي دا څومره اعتباري کېدی شې او ایا دا مونږ حتمي حقیقت ultimate truth ته رسولی شي کنه

مونږ به په ساینسي طرېقې ددې مضمون په بله برخه کې بحث کوو او ددې طريقې د مختلفو برخو پړاوونو او مرحلو او ددې د اصولو او ضابطو به څه لګ ډېر تفصیل بیانوو خو اوس وخت به دومره مالومات ورکول پوره وي چې په پراخه توګه ساینسي طريقه کار دوه مرحلې لري وړومبۍ مرحله یې په دې پورې اړه لري چي یوه ساینسی نظریه څنګه رامنځته کېږي (یا توليدېږي) او د ساینسي حقایقو د رابیاموندلو (کشف کولو یا دریافت کولو) لارې څه دي (لکه د مثال په توګه) د مشاهدې تجربې پکې څه رول دی اود وجدان او منطق پکې څه برخه ده او دویمه مرحله یې ددې خبرې سره علاقه لري چې یوه ساینسي نظریه چې د ساینس نړۍ ته وړاندې شي نو ددې کوټه توب کره توب به څنګه مالومېږي او مونږ به څنګه دا یقیني کوو چې دغه نظریه د باور وړ (معتبره) ده که بې باوره (غیر معتبره) ده یعنې ددې دویمې مرحلې مرام د هغه معیارونو، ازمېښتونه، او تګلارو لټون او اطلاق دی چې مونږ د یوي ساینسي نظریې په پرتلله کولو او رشتیا والي یا نارشتیاوالي مالومولو جوګه کوي یاده دې وي چې په دې دواړو برخو یعنې د ساینسي نظریې توليد او بیا د هغې کره کوټه مالومولو کې د ساینس د فلسفیانو تر منځ اختلاف شتون لري او ټول پرې یو خوله نه دي

د یوې ساینسي نظریې کره توب کوټه توب مالومول ځکه هم مهم دي چې دا وکتل شي چې یوه نظریه د ساینس په معیارونو څومره پوره ده او هغه اصول وټاکل شي چې ساینس پرې د psyuedo-science، superstition او myth نه بېلېدلی شي په دې لړ کې د رسمي اصولو ټاکلو سره سره چې د ساینس پوهانو په منځکې د یوې ښه ساینسي نظریې کوم معیارات رامنځته شو په هغې کې یو معیار دا دی چې هغه نظریه زیاته ساینسي ده کوم چې د ازمېښت وړ اغېزې testible implications او په اسانه د پرتلله کولو یا تصديق ته د رسولو وړ نتېجي یا وړاندویینې measurable predictions ولري (یعنې د کومې ساینسي نظریې پېشنګويۍ یا وړاند وینې چې په اسانه رشتیا یا دروغ نه شي ثابیتېدی هغه د ساینس په معیار ډېره پوره نه ده) بل یو دوجدان سره په ټکر کې counter-intuitive معیار یې دا وټاکو چې یوه زیاته غوره ساینسي نظریه دا نه ده چې غلطه (یا باطله) نه شي ثابیتېدی بلکه هغه ده چې هر وخت د باطله ثابتېدو falsification د خطر سره مخ وي ددې نکتې مطلب دادی چې دیوې ښې ساینسي نظریې وړاندوینې predictions دومره ښکاره او په اسانه پرتلله کېدی شي چې هر وخت دا یره وي چې نن دی که صبا دی دا نظریه باطله ثابت شوه په دې معیارونو چې وکتل شي نو د طبعې ساینسونو لکه دطبیعاتو physics او کېمیا chemistry نظریې زیاتې معتبرې دي ولې چې د ازميینې وړ وړاندوینې testible predictions لري ( لکه د مثال په توګه د اضافیت د نظریې دا وړاندوینه چې د رڼا سړیکې د زیات کمیته اجسامو massive bodies سره خوا کې کګېږي ددې نظریې د مخته راتلو نه یو کال وروستو ریښتیا ثابت شوه) ددې برعکس د ټولنيز ساینس نظریې Theories of Social Science او مذهبي نظریې (یا عقيدې/دعوې) د ازموینه وړ testible اغېزې implications او نتېجې conclusions نه لري نو له دې کبله د ساینس په معیار ډېرې پوره نه دي

ددې معیارونو سره سره چې د ساینس پوهانو د یوې ساینسي نظریې د کره کوټه مالومولو دپاره کوم دوه اصولونه ټاکلي دي یو ته verification principle یا د تصدیقولو یا تاییدولو اصول وایي او بل ته د ردولو یا باطلولو اصول falsification principle وايي روایتي طور د ساینس په سېړنو کې د تصديقولو اصول زیات کارول شوی دی ددې پر ضد د باطلولو اصول falsification principle ورستنی دی او د شلمې پېړۍ نوموړي ساینس پوه Karl Poppers وړاندې کړې دی لاندې یې وار په وار وضاحت وړاندې کېږي

١- دتایېدولو اصول The Verification Principle: د تايېدولو په اصول کې د ورکړی شوې ساینسي نظریې د تصدیقولو یا رشتیا ثابتولو هسه کېږي او ددغه مقصد دپاره مثبت یا موافق مثالونو لټول کېږي څومره زیات مثالونه چې د یوې نظریې په تایید کې رامنځته شي هغه هومره دغه نظریه ريښتینې ثابته شي او په ساینسي ټولنو او سازمانونو کې منلتیا (acceptance) بیامومي د یو ساینسي نظریې کره والي ته دا ډول نظر ددې خبرې څرګندونه کېږي چې د Verification Principle په انډکشن Induction اساس دی ولې چې څومره چې یوه نظریه تایېدیګي هغه هومره هغه د یو عمومي اصول یا نظریې generic theory درجې ته لوړېږي خو په Epistomology یا Theory of Knowledge کې په Induction باندې د David Hume له وخته یوه غټه نيوکه دا کېږي چې دا رښتیاوو ته د رسېدو موثره وسيله نه ده او ددې رښتیاوو ته د رسېدو دعوې صرف احتمالي Probablistic وي په انډکشن باندې دې نيوکې چې ورته د انډکشن Problem of Induction وایي تر اوسه چا قناعت ورکونکی ځواب نه دی وییلی

کارل پاپر Karl Poppers د ساینسي حقایقو د انډکشن د پورته یادې شوې ستونزې نه د خوندي ساتلو دپاره یو خو دا دريځ واخستو چې ساینسي حقيقتونه د انډکشن له لارې مخې ته نه راځي او داسې نه وي چې ساینسدان د یو څو یو ډول پېښو events یا پدیدو Phenomenon نه یو عمومي اصول (نظریه یا تيوري) راوباسي بلکه اصل کې ساینس دانان د یوې عملي مسلې د حل په لټون کې د انډکشن لاره خپله کړي بل یې دا نيوکه اوکړه چې د یوې ساینسي نظریې د ريښتونې ثابتولو دپاره تایدونکی اصول Verification Principle سم نه دی ولې چې تایېدونکی اصول د یوې نظریې مطلق رشتیاوالی نه شي ثابتولی ده (کارل پاپر) چې د یوې نظریې د رشتیاوالي د مالومولو دپاره کوم اصول وړاندې کړو هغې ته Falsification Principle یا ردونکی اصول وایي لاندې یې تفصيل ورکړی شوی دی

٢- ردوونکی اصول Falsification Principle : دکارل پاپر په ردوونکي اصول کې ددې خبرې تکل کېږي چې یوه ورکړي شوې نظریه څنګه باطله ثابته کړی شي او ددې غرض دپاره د منفي او تردیدوونکي مثالونو لټون کېږي ددې اصول د سموالي په حمایت کې پاپر دا دليل ورکوي چې د یوې نظریې د تاییدولو دپاره ډېر مثالونه پکار وي (او مثالونه لامحدوده وي د بېلګې په توګه په نړۍ کې د ژوندي شیانو څومره قسمونه species د ارتقا نظریه تايېدوي ورسره دا خبره هم د پام وړ ده چې په نړۍ کې د ژوندي شیانو دومره زیات قسمونه species دي چې مونږ ته یې شمېر هم نه دی مالوم بلکې ر شتیا خبره داده چې د کاینات لامحدودیت او ډېر رنګي(ډېر اړخي) د ساینس له لارې حقيقت ته رسېدومسله نوره هم ستونزمنه کوي) خو د ردولو دپاره یې یو مثال هم پوره وي له دې اصول له نظره تر څو د یوې نظریې دپاره ردونکی مثال نه دی راپېدا شوی دغه نظریه سمه ده د دې اصول یو اضافي مطلب دا هم دی چې کومه نظریه باطله falsify کېدی نه شي هغه ساینسي نظریه نه ده

د ردولو اصول ددې د مخ ته راتلو نه وروستو د تایيدولو د اصول په نسبت په ساینسي حلقو کې زیات قبوليت بیا موندو خو دا اصول هم د نيوکو لاندې راغلی دی په دې نيوکو کې یوه د ذکر وړ دا ده چې په ځنې حالتونو کې ردونکی مثال بیاموندل ګران وي او بل دا چې ایا که یوه نظریه د یو منفي مثال له کبله رد هم شي نو ایا ددې افادیت ختم شي له دې وجې ځنې ساینس پوهان وړانديز کوي چې د یوې ساینسي نظریې د ازميیلو دپاره تاییدونکی او ردونکی دواړه اصولونه کارول پکار دي”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه