دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو حکومت او ايراني چارواکو د سرحدي ستونزو هواري په اړه...

د طالبانو حکومت او ايراني چارواکو د سرحدي ستونزو هواري په اړه غونډه کړې

ويب ډیسک

د طالبانو دفاع وزارت نن جمعه په يوې اعلاميې کې ويلي چې د دواړو لورو تر منځ دغه ناسته تيره ورځ د ايران په “تايباد”سيمه کې شوې ده٠

په اعلاميه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د مخکينۍ توافقنامې مطابق، د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د هرات ولايت دوغارون او په يو شمير نورو سرحدي کرښو کې د جګړو، ترينګلتياوو او ستونزو د هواري په موخه، تېره ورځ د واړو پلاوو ترمنځ د ايران هېواد په «تايباد» کې وليدل او په لاندې مسايلو يې خبرې پيل کړې.”

 

دبيان له مخې په دې ليدنه کې دواړو پلاوو د اختلافي مسايلو د اصل او ترينګلتياوو د بياځلې تکرار په مخنيوي خبرې او په لاندې مواردو هوکړه وکړه :” د دواړو لوريو په سرحدي کنډکونو کې د معينانو په توګه د کسانو پيژندنه؛ د دواړو سرحدي کنډکونو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ شتون؛ په راتلونکي کې د ترينګلتياوو مخنیوی او د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل؛تر ۳ نورو جلسو پورې د ناستو پر دوام ټينګار٠”

طالب او ايراني چارواکو تر دې مخکې هم د سرحدي ستونزو د هواري په هدف غونډې کړي دي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه