لیک : نور اپریدی
که مونږ اوغواړو چې د يو قوم تاريخ معلوم کړو نو د دې دپاره دا ضروري ده چې د دې قوم زمونږ سره څه ماخذات چې انګريزي کښې ورته sources واٸي په لاس کښې وي ـ
اوس ماخذات څه ته واٸي ؟ ماخذات هغه څيزونه چې د تيرې زمانې سره تړون لري دې ته ماخذات يا Sources وٸيلے شي ـ
ماخذات کښې عمارتونه ، ډهانچې ، کتبات يعني تختۍ ، سکې ،زاړه کتابونه او داسې نور ډير څيزونه شميرلے شو ـ
د پوهې دپاره مونږ ماخذات په دوو ډلو کښې ويشو ـ
١)ادبي ماخذات
٢) غير ادبي ماخذات
ادبي ماخذات کښې به مونږ کتابونه ، ډاٸرۍ ، يا د دې سره نور تړلي څيزونه راولو ـ
په ادبي ماخذات کښې به مونږ ماخذات په دوٶ ډلو کښې ويشو ـ
مذهبي ادب
غير مذهبي ادب
که مونږ اوغواړو چې مونږ د هندوستان تاريخ په مذهبي ادب کښې وګورو نو د هغې دپاره به مونږ اول هندومت مذهب ګورو ، بيا به بدهمت او بيا به جين مت مذهب ګورو ـ
که مونږ د هندوستان د خلقو تاريخ ګورو نو مونږ به اول هندومت مذهب په نظر کښې ساتو نو هله به مونږ د زوړ هندوستان په تاريخ ځان د پوهيدو جوګه کړو ـ د هندومت د پوهيدو دپاره به مونږ ويدونه ګورو چې اصل کښې څلور ويدونه دي خو د ټولو نه زوړ ويد چې دے هغه رګ ويد دے او د خوند خبره دا ده چې د مٶرخينو په خيال باندې دا حصه ٸې زمونږ د هندوکش په ځنډو کښې ليکلې شوې ده ـ چې په دې کښې زمونږ د غرونو سيندونو او د خلقو ذکر بيا بيا راغلے دے ـ
دغه د ويدونو په مدد سره مونږ د هغه وخت د خلقو ، سماجي ، معاشي ، مذهبي ، ثقافتي او د نورو اړخونو په حقله معلومات اخستے شو ـ
داسې نه ده چې د دې ويدونو نه مونږ د هندوستان تاريخ يواځې راوباسلے شو بلکښې په دې ويدونو کښې د پښتنو ترڅ هم مونږ څه لګ ډېر موندے شو خو دا تحقيق غواړي او د تحقيق دپاره د ويدونو په ژبه ځان پوهول ضروري ده ـ
د هندومت پسې مونږ دويم غټ مذهب چې د هندوستان د خاورې يا د پښتنو په خاورې چې ګورو هغه بدهمت دے ـ که مونږ وګورو د پښتنو اکثر علاقې د بدهمت نه ډيرې زياتې متاثره شوې دي لکه تخت باٸي ، سوات ، دير ، او بره پښتونخوا ـ
د بدهمت چې کوم کتاب دے هغه پيتکاس دے چې د دې نه مونږ د هغه وخت د خلقو يا د تاريخ په حقله ډېر څه اخذ کوے شو ـ د دې نه علاوه نيکاياس او سوتراس کتابونه هم مونږ ته د بدهـ مذهبي په حقله معلومات راکولے شي او مونږ پکښې تاريخي مواد موندے شو ـ
د بده مت پسې د هندوستان د خاورې زوړ مذهب چې دے هغه جين مت دے او دا مذهب د هندوستان تر علاقې پورې محدود دے نه چې زمونږ علاقې ته راوخور شوے دے خو د دې په مقابل کې بدهمت مذهب ډېر زيات خور شوے دے بلکښې تر جاپانه او نورو ملکونو پورې رسيدلے دے ـ
دا درې واړه مذهبونه چې مونږ ملاٶ کړو نو د دې نه به د هندوستان د خاورې تاريخ راوځي او دې ته به مذهبي ادب وايو ـ
دويم غير مذهبي ادب دے چې د هغې نه هم مونږ تاريخ راوباسلے شو ـ
غير مذهبي ادب کښې به مونږ هغه څيزونه شميرو چې د مذهب سره څه اړه نه لري ـ په دې کښې به ملکي ادب او غير ملکي ادب راځي ـ
ملکي ادب هغه ادب چې د ملک خپلو خلقو د خپل ملک د خلقو تاريخ ليکلي وي يا د خلقو په حقله ٸې څه وٸيلي وي ـ
غير ملکي ادب کښې به مونږ هغه ليکني شميرو چې بهرني خلق يا مورخين زمونږ علاقې ته راغلي وي او زمونږ په حقله ٸې څه ليکلي وي لکه که مونږ وګورو زمونږ علاقې ته چې فاهيان ، هيون سانګ ، هيکاتي ، سترابون ، او داسې عرب مورخين راځي او زمونږ په حقله څه ليکي نو دې ته به مونږ غير ملکي ادب وايو او چې کله مونږ خپل تاريخ معلومول غواړو نو د دې خلقو ليکنې به د نظره تيروو نو هله به مونږ په خپل اصل تاريخ باندې پوهيږې اوکه قيصه يواځې د قيس عبدالرشيد نه شروع کوو نو بيا د څوارلس سوه کالو نه اخوا نه اوړو ـ
په تاريخ باندې د پوهيدو دپاره مونږ مذهبي ادب غير مذهبي ادب او ملکي ، غير ملکي ادب باندې رڼا واچوله او دا مو ښکاره کړه چې د يو قوم د تاريخ دپاره دا څومره اهميت لري او مونږ ته دې اړخ ته څومره توجو پکار ده ـ يو بل څيز چې ماته دې وخت مازغو ته راځي هغه اولسي ادب يا فوکلور دے ـ که مونږ اوغواړو چې د يو قوم تاريخ د فوکلور په رڼا کښې وځيرو نو دا به ډير زيات ګټور ثابت شي ـ زمونږ سره يعني د پښتنو سره اولسي اصناف داسې دي چې زرونه کاله تاريخ لري خو ځيرل پکار دي صرف خبره په سپوږميه کړنګ وهه راخيژه باندې نه کيږي ـ
اوس راځو د يو قوم د تاريخ د پيژندنې دپاره چې زمونږ سره بل کوم غټ او په حقيقت مبني ماخذ يا ماخذات دي هغه غير ادبي ماخذات دي ـ غير مذهبي ماخذات څه دي ګورو ـ
غير ادبي ماخذات کښې مونږ سره آرکيالوجي راځي يا اثار قديمه په آثار قديمه کښې مونږ سره زاړه عمارتونه په اول نمبر دي که مونږ وغواړو چې د يو قوم تاريخ وګورو د هغوٸ ځيرکتيا وګورو نو مونږ به دا ګورو چې دې خلقو د نن نه زرونه کاله پخوا څه جوړ کړي وو او څنګه ٸې جوړ کړي وو ـ نو مونږ وٸيلے شو چې د يو قوم تاريخ په جوړيدو کښې عمارات ډېر اهم رول لوبوي ـ
د آثار قديمه دويم Source چې زمونږ سره دے هغه کتبې دي ـ
کتبې اکثر په غرونو درو کښې پيدا کيږي ـ که مونږ وګورو زمونږ سره داسې څه کتبې په لاس راغلې دي چې د نن وخت د پښتنې خاورې تاريخ تر زرونو کالو پورې رسوي د دې سره د پښتو ژبې تاريخ هم دوه نيم زره پورې رسي ـ دا خبره بيله ده چې ځنۍ پوهان د دې په حقله اختلاف لري او دا کتبې د پښتنو نه ګڼي ـ خو کتبه يو داسې څيز دے چې د يو قوم د تاريخ د څرګنديدو دپاره ډېره ضروره ده او د الله شکر دے۔ هغه نن وخت کښې مونږ پريمانه موندو ـ په غير ادبي ماخذاتو کښې به مونږ د کتبې اهميت د نظره نه غورزوو ـ
په ارکيالوجي کښې مونږ سره چې کوم څيز د تاريخ په رڼۍ کيدو کښې مدد کوي هغه سکې دي ـ که مونږ اوغواړو چې مونږ د خپل قوم تاريخ په سم ډول اوګورو نو د دې دپاره به مونږ د زړو بادشاهانو د حکومت سکې ګورو دا سکې اکثر په خاورينو لوخو کښې په زمکه کښې دنه موندے شي او دا لړې تر اوسه پورې دوامداره ده او سکې ښې ډيرې موندے شي ـ
بل چې کوم ماخذ د تاريخ د رڼا کيدو دپاره دے هغه ډهانچې دي ـ د ډهانچو په مدد سره هم مونږ يو ښه روڼ تاريخ د يو قوم ښکاره کولے شو ـ
دا وو غير ادبي ماخذات چې ما پرې د خپلې پوهې مطابق رڼا واچوله ـ
يو بل څيز چې زما په خيال ډېر اهم دے هغه د يو قوم ژبه ـ که مونږ وغواړو چې د ژبې په رڼا کښې د يو قوم تاريخ معلوم کړو نو د هغې قوم ژبه به ګورو او دا به پکښې ګورو چې د دې قوم په ژبه کښې څه زاړه لفظونه شته اوکنه ـ خو د دې دپاره د لينګويسټک علم ډېر ضروري دے چې زمونږ پښتنو کښې بې د ډاکټر زيار نه غټ پوهه عالم په دې ډګر کښې زه نه ګورم او هغه ښکاره کړې چې پښتون څوک دے او څوک نه دے ـ
په آخره کښې زه خبره په دې راټولوم چې ما چې د يو قوم تاريخ رڼۍ کيدو دپاره کوم څيزونه په ګوته کړو آيا دا څيزونه زمونږ پښتنو سره شته اوکنه ؟ اوکه شته نو مونږ پښتنو خپل تاريخ څومره ځيرلے دے ؟ او څومره مونږ په دې ډګر کښې کامياب شوي يو ؟ يو خبره او هغه دا چې مونږ پښتنو ته يواځې د نعمت الله هروي کتاب مخزن افغاني باندې شخوند نه دے وهل پکار بلکښې مونږ ته پکار دي چې مونږ خپل تاريخ خپل اصل نسل د جديدو علومو په رڼا کښې وځيرو لکه ارکيالوجي ، لنيګويسټک او داسې نورو علومو په رڼا کښې ـ که مونږ چرته خپل تاريخ د دې جديدو علومو په رڼا کښې وځيرل نو نه به راته څوک بيا ديوان واٸي ، نه به راته بني اسرائيل او نه به مو فرعونيان ګڼي ـ


