دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران د ا.ا د لویې جرګې د جوړولو تمایل لري

ایران د ا.ا د لویې جرګې د جوړولو تمایل لري

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازی محمد حسن کاظمي قمي د ا.ا له لوري د لویې جرګې د رابللو او افغان سیاسي لورو سره د اړیکو خبر ورکوي.

نوموړي د یاد هېواد له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ا.ا په کابل کې د لویې جرګې په اړه بحثونه پيل کړي او غواړي چې، د دوی مخالف سیاسي مشران د خبرو لپاره بېرته کابل ته وروګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې پخواني ولسمشر حامد کرځي له نوي حکومت څخه د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې افغانان باید په خپل منځ کې سره کېني او د خپل هېواد ستونزې په خپله حل کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه