یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍسروې: ايمانويل ماکرون د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو

سروې: ايمانويل ماکرون د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو

ويب ډیسک

د فرانسې خبري رسنيو د اپريل د ۲۴ مې نېټې په شپه د يوې سروې نتېجه خپره کړې، چې له مخې يې اوسنی ولسمشر ايمانويل ماکرون د دې هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو په رايګيرۍ کې د ښي اړخي يا ملي ليګ د نوماندې مارين لوپن په پرتله مخکښ ځای نيولی او په ټاکنو کې بريالی شوی دی.
د فرانسې ايف اېم ټلويزيون د سروې ادارې تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې ايمانويل ماکرون د دې هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې ۵۸.۶ سلنه او مارين لوپن ۴۱.۴ سلنه رایې خپلې کړې دي.
ماکرون د همدې ورځې په شپه فرانسويانو ته وينا کړې او مننه يې ترې کړې ده.

مارين لوپن خپله ناکامي ومنله او ويلي يې دي چې د فرانسې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته به نومانده شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه