یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران: د اټومي خبرو اترو بیا پیل يې د اجنډا په سر...

ایران: د اټومي خبرو اترو بیا پیل يې د اجنډا په سر کې دی

ويب ډیسک

د ايرانايران: امريکا د اټومی تړون د مذاکراتو د ځنډ پاليسي غوره کړې د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اپريل په ۲۵مه نېټه ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيزې موافقې د خبرو اترو بيا پيل يې د اجنډا په سر کې دی.

د ايران رسمي خبري اژانس د خطیب زاده په قول خبر ورکړی، چې د دې هيواد د بهرنیو چارو وزیر عبدال لهیان او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لوړ پوړي استازي يوسيف بوريل څو ورځې مخکې په ټیلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې د اټومي خبرو اترو اوږدمهاله ځنډ د ایران پر وړاندې له بندیزونو سره اړیکې نه لري.

خطیب زاده ويلي، چې د اټومي خبرو اترو بیا پیل د ايران د اجنډا په سر کې دی، خو د خبرو ځای او کچه نه ده ټاکل شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه