دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان پانګوالو ته د کابل هوايي ډګر کې ویزه او نورې اسانتياوې...

طالبان پانګوالو ته د کابل هوايي ډګر کې ویزه او نورې اسانتياوې برابروي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به بهرنیو پانګه‌والو ته د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان بېړنۍ ویزې ولګوي او نورې اسانتیاوې به هم ورته برابرې کړي.

 

دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني د اپریل پر اوومه پر خپل ټویټر لیکلې ده.

 

هغه زیاته کړې چې په دې اړه د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې ده.

 

پانګه‌والو ته د لا زیاتې اسانتیا په هدف د طالبانو حکومت په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو ریاست د یوه ګډ دفتر د جوړولو ژمنه هم ورکړې.

 

افغانستان دا وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه