ويب ډیسک
د پاکستان یوې محکمې پرون د لشکر طیبه د وسله والې افراطي ډلې موسس حافظ سعید د تروریستانو د مالي ملاتړ په خاطر په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.
حافظ سعید په ۲۰۱۹ کال کې ونیول شو او یوکال وروسته د تروریستي ډلو د مالي ملاتړ په یوه جلا قضیه کې په ۱۵ کال حبس محکوم شو.
سعید چې د متحدوایالتونو د عدلیې وزارت تروریست بللی و، او د لس میلیون ډالرو جایزه یې پرسر اعلان شوې وه د هند په مومبی ښار کې د ۲۰۰۸ کال په خونړي برید کې په لاس لرلو تورن و. په دې تروریستي پېښه کې ۱۶۶ کسان ووژل شول خو نوموړی هېڅکله د دې برید په تړاو محاکمه نه شو.
حافظ سعید د لشکرطیبه ډلې موسس و، چې له کلونو راهیسې یې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې وسله وال فعالیت کاوه.
د حافظ سعید مدافع وکیل نصیرالدین نَیِر Naseeruddin Nayyar ویلي دي چې نوموړی به د حکومت د امر په اساس د بند ۱۵ کلنه دوره په خپل کور کې تېروي. ښاغلي نیر زیاته کړه چې سعید د حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه هم کولای شي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د سعید له نیولو وروسته د ده د اړوندو جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو، خیریه ټولنو او نورو جایدادونو پراخه شبکه هم مصادره کړه.


