دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې په لومړي ځل تولید شوی سپين کاغذ قزاقستان ته صادر...

افغانستان کې په لومړي ځل تولید شوی سپين کاغذ قزاقستان ته صادر شو.

ويب ډیسک

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې په هيواد کې په لومړي ځل تولید شوی سپين کاغذ قزاقستان ته صادر شو.

دا سپین کاغذ د بهیر صنعتي او تولیدي کارخونې جوړ کړی دی. دغې شرکت ویلي، د A4 اندازې کاغذ د صادرولو لومړی کاروان یې د پنجشنبې په ورځ قزاقزستان ته رسېدلی دی.

«بهیر ګروپ اپ کمپني» ویلي دي چې په افغانستان کې څو تولیدي او صنعتي کارخونې لري چې یوه یې د کاغذ د تولید په برخه کې کار کوي.

بهیر صنعتي او تولیدي کارخونې په ۲۰۲۰م کال کې د کابل د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې په کار پیل وکړ.
د راپورونو له مخې، افغانستان هر کال له ۱۰ زره ټنه زیات کاغذ ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له بهره راوړل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه