ويب ډیسک
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې په هيواد کې په لومړي ځل تولید شوی سپين کاغذ قزاقستان ته صادر شو.
دا سپین کاغذ د بهیر صنعتي او تولیدي کارخونې جوړ کړی دی. دغې شرکت ویلي، د A4 اندازې کاغذ د صادرولو لومړی کاروان یې د پنجشنبې په ورځ قزاقزستان ته رسېدلی دی.
«بهیر ګروپ اپ کمپني» ویلي دي چې په افغانستان کې څو تولیدي او صنعتي کارخونې لري چې یوه یې د کاغذ د تولید په برخه کې کار کوي.
بهیر صنعتي او تولیدي کارخونې په ۲۰۲۰م کال کې د کابل د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې په کار پیل وکړ.
د راپورونو له مخې، افغانستان هر کال له ۱۰ زره ټنه زیات کاغذ ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له بهره راوړل کېږي.


