یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان له مشکی سیمې سره...

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان له مشکی سیمې سره نېږدې یې دوه وسله وال وژلي دي

ويب ډیسک

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن (اپریل اتمه) په یوه بیان کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې په سینګي سیمه کې دغه کارروايي کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې د وسله والو او پوځ تر منځ د ډزو په تبادله کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

پوځ وايي چې دغه وسله وال په اواران او نورو شاوخوا سیمو کې په ناامني پیدا کولو کې ککړ ول.

تر اوسه خپلواکه سرچینو د پېښې تصدیق نه دی کړی او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه بیان ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه