د طالبانو حکومت د افغانستان په شمال کې د قوش تیپې کانال پروژه پرانیستل.

0
117

ويب ډیسک

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري لسمه) د یادې پروژې پرانیسته مهمه وبلل او زیاته کړې چې دې سره به افغانستان د زراعت برخه کې پر خپلو پښو ودریږي.

د طالب چارواکو په وینا د قوش تیپې د اوبو کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی ۱۰۰ متره بر او ۸/۵ متره ژوروالی لري چې په جوړېدو سره به یې ۵۵۰زره هکتاره ځمکه خوړوبه شي.

د قوش تیپې کانال د بلخ ولایت له کلداري ولسوالۍ څخه د امو دریاب اوبه د حیرتان دښتونو ته رسوي او د دولت اباد ولسوالۍ او جوزجان د اقچې ولسوالۍ څخه په تیرېدو د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د دغه کانال د بشپړېدو چارو به په شپږو کلونو کې پای ته ورسیږي.