دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاروپا بايد بيداره واوسي ځکه امريکا د پردې تر شا ګوزار کوي

اروپا بايد بيداره واوسي ځکه امريکا د پردې تر شا ګوزار کوي

ويب ډیسک

د امریکا ولسمشر جوبايډن د مارچ په ۲۷مه نېټه له اروپا څخه تر درې ورځني سفر وروسته واشنګټن ته ستون شو.

د امریکې پالېټېک وېبپاڼې خبر ورکړی، چې جوبايډن په خپل دغه سفر کې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره هېڅ مشخص ځواب نه دی وړاندې کړی، بلکې د انرژۍ او پوځي چارو په اړه د امریکې یو لړ تدبیرونه به د اوکراین پر کړکېچ نورهم تېل وشيندي.

فرنسوي ولسمشر امانویل مکرون ويلي، چې د فرانسې موخه دا ده، چې د روسیې او اوکراين شخړه د ډيپلوماتیکو لارو چارو په وسیله حل او اور بند رامنځته شي او د وضیعت د لا ترینګلتیا د مخنيوي لپاره بايد له بدو او بې ځایه ويناوو ډډه وشي.

د مکرون له دغې وینا څخه ښکاري، چې امریکا او اروپا د اوکراین کړکیچ په هکله سخت اختلافات او بېلې موخې لري.

امريکا او اروپا په ظاهره د يووالي خبره کوي، خو د پردې تر شا بیا خپلې ناندرۍ مخته وړي او پياوړي اختلافات لري او منځ کې يې درزونه پيدا شوي دي.

په داسې حال کې چې اروپا کې د تیلو او طبيعي ګازو بیې ډېرې لوړې شوي، امریکا لا هم په دې هڅه کې ده، چې پر اروپا خپل طبیعي ګاز وپلوري.

د امریکې موخه دا ده، چې ډېرې ګټې وکړي او اروپا په جنجالونو او شخړو کې راګيره کړي.امريکا د خپلو ګټو لپاره ملګري هيوادونه هم هيروي، بلکې د خپلو ګټو لپاره دوی ته هم زيانونه رسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه