یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین کې د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او روسيې...

چین کې د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او روسيې تر منځ د سلامشورو د ميکانيزم کنفرانس ترسره کیږئ

ويب ډیسک

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې په څنډه کې به د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او روسيې تر منځ د سلامشورو د ميکانيزم کنفرانس هم تر سره شي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۹مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې مشري وکړه.

خبريال په دغه ناسته کې له وياند وانګ ون بين څخه پوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې په څنډه کې به د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او روسیې تر منځ د سلامشورو د ميکانيزم کنفرانس هم تر سره شي. چين د دغه کنفرانس په هکله څه تمې لري؟

وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې د بېلا بېلو خواوو تر سلامشورو وروسته به د يادې غونډې په څنډه کې د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا او روسیې تر منځ د سلامشورو د ميکانيزم کنفرانس هم تر سره شي.

د افغانستان د چارو په اړه د چين بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ به د دغه کنفرانس مشري وکړي او د افغانستان مسئلې په هکله د امريکا، روسيې او پاکستان ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري او وانګ يي به د بېلا بېلو خواوو له استازو سره وګوري.

وانګ ون بين زياته کړه، چې چين، امريکا او روسیه د افغانستان مسئلې په هکله مهم رول لوبولی شي.

چين هېله من دی چې د دغه کنفرانس او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمې غونډې له لارې د دغه هېواد د مسئلې په هکله ګډې نظريې راغونډې شي او د افغانتسان د سوله ايزې بيا رغونې په چارو کې د دې سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې ملاتړ وهڅوي او د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ رامنځته کولو کې پوره مرسته وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه