یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيه وايي : اوکراين جعلي خبرونو په خپرولو سره د مسکو پر...

روسيه وايي : اوکراين جعلي خبرونو په خپرولو سره د مسکو پر ضد پروپاګند کوي

ويب ډیسک

روسیې د سه شنبې په ورځ پر اوکراین تور لګولی دی چې دغه هیواد په ډیر شمیر نویو ځایونو کې د عام خلکو د وژل کیدو په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو سره د مسکو پر ضد پروپاګند کوي.

د روسیې د دفاع وزارت وایي چې اوکرایني پوځ یوه جعلي ویډیو ثبت کړې ده چې د هغې په وسیله داسې ویل کیږي چې روسي پوځ بی وسلې اتباع وژلي دي.

مسکو ویلي چې دغه ویډیو د دوشنبې په ماښام له کیف څخه شل کیلومتره لیري شمال لویدیځ کې جوړه شوې وه او دا د لویدیځو رسنیو په وسیله د خپریدو له پاره ډیزاین کړای شوې وه. د روسیې په حواله د اوکراین په نورو سیمو کې هم د داسې ویډیوګانو پر جوړولو کار روان دی.

د روسیې له خوا دغه اعلامیه په داسې یو وخت کې خپریږي چې د اوکراین ولسمشر په بوچا کې د سلګونو کسانو د وژلو له کبله د روسیې پر وړاندې د لازیاتو نړیوالو بندیزونو غوښتنه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه