یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د‌ روژې میاشتي کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې...

افغانستان کې د‌ روژې میاشتي کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

ويب ډیسک

کابل ښاروالي وايي، د اړتیاوړ توکو بیو د کنټرول لپاره یې وړمه ورځ بېړنۍ غونډه کړې او ځايي چارواکو ته یې د بیو جدي کنټرول لارښوونه کړې.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، د اتلس قلمه اړتیا وړ توکو لپاره بیې ټاکلې او له ښاریانو یې غوښتي چې که له دې نرخنامې سرغړونه وویني، دوی ته دې معلومات ورکړي، چې مخه یې ونیول شي.

په داسې حال کې چې دا وروستیو کې د ډالرو په مقابل کې چې د افغان سوداګرو په وینا ډېری توکي یې بدل کې صادروي، د افغانیو ارزښت پاموړ لوړ شوی، خو د افغانستان بازارونو کې لا هم د ډېری اړتیا وړ توکو په بیو کې کموالی نه دی تر سترګو شوی.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د هلمند او لوګر ولایتونو په هکله هم ویل شوي چې د خوراکي توکو بیې پکې لوړې شوې دي.

د خواله رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو هم د بیو لوړوالي شکایتونه کړي او له ځايي چارواکو یې د بیو کنټرول غوښتنه کړې.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه