یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل : د تېرې ورځې چاودنه کې د ټپیانو شمېر۵۹ ته رسیدلی

کابل : د تېرې ورځې چاودنه کې د ټپیانو شمېر۵۹ ته رسیدلی

ويب ډیسک

د کابل اېمرجنسي روغتون وايي، په هغه ښار کې د یکشنبې پر سهار د چاودنې له ځایه ۵۹ ژوبل کسان وروړل شوي دي چې یو یې پر لاره سا ورکړې ده.

روغتون د اپرېل پر درېیمه پر ټوېټر لیکلي چې له ژوبلو څخه یې ۳۳ کسان د درملنې لپاره داخل دي.

تر دې مخکې د کابل د شهزاده سرای مرستیال حاجي داد ګل ویلي ول چې په چاودنه کې لږترلږه ۲۰ کسان ژوبل شوي ول چې پکې د پینځو روغتیايي حالت خراب وو.

بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي چې هلته “یو غل” د پیسو تښتولو په نیت لاسي بم وغورځاوه. د ده په وینا، طالبان هڅه کوي چې تورن کس ونیسي.

په شهزاده سرای کې چاودنه پر داسې مهال شوې چې د اسعارو بازار او بانکونه د جمعې او شنبې پر ورځ تړلي ول او د یکشنبې پر ورځ هلته ګڼه ګوڼه زیاته وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه