ويب ډیسک
د پاکستان کريکټ پخواني مشهور لوبغاړي یونس خان او عمرګل د افغان کريکټ بورډ سلاکاران ټاکل شوي دي او دواړه په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبډلې سره چې په تمرینونو بوخته ده، یو ځای شوي دي.
د افغانستان کريکټ بورډ اعلان کړی دی: »د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی مشهور توپ وهونکی یونس خان او مشهور چټک توپ اچونکی عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمریناتي کمپ له پاره د توپ وهنې او توپ اچونې د لنډ مهاله سلاکارانو په توګه ټاکل شوې دي.»
پاکستاني لوبغاړي یونس خان په یوه ټوېټ کې خوښي څرګنده کړې ده، چې د افغان کريکټ لوبډلې د لوبغاړو په روزنه کې برخه اخلي او ویلې یې دي، چې دا یې ستره هیله وه.
یونس خان زیاته کړي: «دا زما ډېره هیله وه، چې افغان کرکټ لوبډلې سره د روزونکي توګه کار وکړم. زه احساس کوم چې دا سم وخت دی او په متحده عربي اماراتو کې د افغان کرکټ لوبډلې سره د کار کولو یو ښه فرصت دی چې راتلونکي استعدادونه له نږدې وپېژنم.»


