یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو په اړه تازه شمېرې

په افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو په اړه تازه شمېرې

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ماین پاکۍ د موسسو په حواله وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او په کور کې د جوړو یا بوشکه یيي ماینونو په چاودنو کې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې مرګ‌ ژوبلې لویه برخه قربانیان ماشومان دي چې په سلو کې ۴۵ برخه یې جوړوي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون پرون وویل چې د روان ۲۰۲۲ کاله له پيله تردې دمه په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو یا زړو مرمیو د چاودنو له کبله ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن آزادۍ راډیو ته وویل چې هغه ماینونه چې طالبانو له پخواني حکومت سره د جګړې پرمهال ایښي دي، مضر نه دي. یعنې د ده په وینا دا بمونه په ریموټ کنټرول اداره کېدل او ځکه مضر نه و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه