ويب ډیسک
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په چین کې د سفر پرمهال ویلي دي چې داعش (اسلامي دولت ډله) لا هم مرکزي آسیا ته یو ګواښ دی او روسیه په دې برخه کې اندېښنې لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په چین کې د پاکستان او افغانستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم کتلي دي.
د روسيې RIA خبري آژانس د سرګي لاوروف په حواله ویلي دي چې لاوروف د پنجشنبې په ورځ په چین کې په یوه کنفرانس کې د افغانستان په هکله په خپلو څرګندونو کې د اسلامي دولت ډلي د ګواښونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د لاوروف په خبره، د طالبانو د حکومت ديپلومات هم وروسته له هغې چې روسیې یې باورلیک ومانه، له تیرې میاشتې راهیسې په مسکو کې کار پیل کړی دی.
طالبان چې تر اوسه پورې کوم هیواد لا په رسمیت نه دي پیژندلي، له وړاندې يې لا ځينو ګاونډیو هیوادونو ته خپل سیاسي استازي ټاکلي دي.
څه موده وړاندې، په بهر کې د افغانستان ديپلوماتیکي استازوليو ویلي ول چې دوی د طالبانو له لوري تر فشار لاندې دي.
د افغانستان د سفارتونو ديپلوماتان چې د طالبانو رژیم نه مني او غواړي په خپلو دندو کې پاتې وي، د طالبانو د مخ پر زیاتیدونکي فشارونو سره مخ دي.
طالبان غواړي دغه ديپلوماتان قانع او پر ځای يې دوی ته وفادار کسان ځای پر ځای شي.


