سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد اوکراین او روسیې د جګړې ختمولو لپاره د دواړو خواوو استازو...

د اوکراین او روسیې د جګړې ختمولو لپاره د دواړو خواوو استازو بیا خبرې پیل کړي دي.

ويب ډیسک

 

د اپریل په لومړۍ نېټه دخبرو دا نوی پړاو په داسې حال کې پیل شو چې څلور ورځې وړاندې د روس او اوکراین استازو په لومړي ځل مخامخ په استانبول کې خبرې وکړې.

 

د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر میدینسکي په ټیلیګرام ویلي چې د ویډیويي کانفرس له لارې به خبرو ته دوام ورکوي.

 

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا ۳۷ ورځې وشوې او د بشري حقونو اداره ماریوپول ښار ته د خوړو او د نورو سامانو د رسایۍ لپاره هڅې کوي.

 

هلته بیا د اوکراین پوځیان له پلازمینې کییف او نورو ښارونو څخه د روسي سرتیرو په شا تمبولو لپاره کوششونه کوي.

 

په عین حال کې د روسیې چارواکو په اوکراین تور پوری کړی چې د اپریل په لومړۍ نېټه له پولې سره نږدې، په بیلګورود ښار کې د تیلو په ډیپو د هیلي کاپټر له لارې حمله کړې ده.

 

د اوکراین د دفاع چارواکو بیا په دې راپورونو نیغ په نیغه له تبصرې ډډه کړې. راپورونه وايي، که چیرې دا ثابته شوه چې اوکراین دا حمله کړې نو دا به د دې هېواد لخوا یوه زړه ور جارحانه اقدام او له دویم نړیوال جنګ وروسته، د روسیې په خاوره د یو بهرني ځواک لخوا لومړی پوځي برید وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه