ژباړه: رحمت الله مبین
دتوپ غونډۍ د کابل ښار اوومه ناحیه کې، د تاریخي غره« شیر دروازې» یا ګذرګاه په لوېدیځ امتداد او بابر بڼ په شمال کې پرته ده.
د توپ غونډي مساحت نږدې ۲۰۰۰ متره مربع دی او د دېوالونو لوړوالی یې شپږ متره و. تر یادې تپې لاندې د ګنبد په نوم یو ځای د بابر د ساتونکیو او سرتېریو پهره ځای و.
ډبریني تپې ته نژدې د کابل ښار تاریخي دېوال لیدل کېږي. د تپې له سره د کابل ښار لوېدیځه څنډه په ښه ډول تر سترګو کېږي.
تر هغو چې په هېواد کې د ساعتونو اسانتیاوې کمې وې، نو په ورځنیو چارو کې د وخت او ساعت مالومولو یا د شرعي ( روژې، اختر، اذان) ورځو او رسمي ساعتونو، رخصتیو او غرمنۍ ډوډۍ وخت مالومولو لپاره به په کابل ښار کې د توپ ډزې کېدې.
هغه وخت په کابل کې یوازي دوه« د ساعت منارونه» موجود وو، یو په محمدخان پُل کې او بل په شاهي ارګ« د جمهوري ریاست په ماڼۍ» کې، چې د ښار له لرې برخو څخه د ساعت منارونه نه لیدل کېدل.
ویل کېږي چې ماشومان به د توپ ډزو ته په تمه وو او مېندو به ورته ویل، چې هر وخت د غرمې توپ و غوړمبیږی، نو هغوی ته به ډوډۍ ورکوي.
تر ۱۳۵۱ او ۱۳۵۲ ل کلونو پورې دا توپ ډزې دود وې [ حتی د ثور د کودتا په ورځ هم د غرمني توپ ډز شوی و] خو تر هغه پخوا هره ورځ دغه توپ د دې لپاره چې ماسپین شو او خلک باید خبر شي، فیر به وشو او دغه دود بیا همداسي پسې وپالل شو.
ویل کېږي چې غرمنی توپ د امیر حبیب الله خان د واک بر مهال د یو ځواکمن فیل، چې په « فتح بهار» مشهور و د ګذرګاه څنډو ته وخېژول شو او دغه پخوانی توپ د امیر شیر علي خان په وخت کې د کابل د وسله جوړولو په کارخونه « حربي فابریکه یا ماشین خونه» کې جوړ شوی و.
رحمت الله مبین ژباړه


