دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتین :که اروپايي هېوادونه په روبلو ورسره سودا و نه کړي نو...

پوتین :که اروپايي هېوادونه په روبلو ورسره سودا و نه کړي نو اروپا ته به د ګیس رسولو قراردادونه بند کړي.

ويب ډیسک

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی چې که اروپايي هېوادونه په روبلو ورسره سودا و نه کړي نو اروپا ته به د ګیس رسولو قراردادونه بند کړي.

یوشمېر اروپايي هېوادونو د مارچ پر ۳۱مه په داسې حال کې د مسکو دا غوښتنه رد کړې چې روسیې د اوکراين په شمال کې د عملياتو د کمولو ژمنې باوجود د پلازمېنې کيیف پر شاوخوا سيمو د توغنديو ويشتلو ته دوام ورکړی.

د ګیس رسولو په اړه د پوتین مهلت د اپرېل له لومړۍ نېټې عملي کېږي چې پر همدې ورځ د جګړې د درولو په هدف نوې خبرې اترې هم کېږي.

اروپایي حکومتونو د پوتین غوښتنه رد کړې خو وايي چې دوی د متبادلو لارو لټولو لپاره پر يو مېکانېزم غور کوي.

یوشمېر اروپایی حکومتونه وايي، د پوتين له خوا په روبلو د ګیسو د پیسو ورکولو غوښتنه د شویو قراردادونو سرغړونه ده.

په داسې حال کې چې د ګیسو د پیسو ورکړې موضوع په اروپا کې د ترینګلتیا لوري ته روانه ده، د امريکا ولسمشر جو بایډن له زېرمتون څخه د تېلو تر ټولو لویه ورکړه پيل کړې چې د ګاډو د ټانکیو د ډکولو په لړ کې خپلو هېوادوالو ته سهولت ورکړای شي.

د تېلو بیې تر هغې وروسته ښکته شوې چې بایډن پر اوکراین د روسیې د حملې له وجې د ګیسو د زیاتېدونکو بیو پروړاندې د مبارزې اعلان وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه