دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند کې چاودنې پنځه ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

هلمند کې چاودنې پنځه ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

ويب ډیسک

په هلمند ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د هاوان د یوې ناوچاودل شوې مرمۍ د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه پنځه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر عبدالباري راشد هلمندي د پیښې د پخلي ترڅنګ زیاته کړې چې په پیښه کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه د درې او ۱۲ کلونو په منځ کې دي.

هلمندي زیاتوي چې دغه پیښه نن د جمعې په ورځ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یادو ماشومانو د هاوان له یوې مرمۍ سره لوبې کولې.

په عین وخت کې د دې ولایت د ولایتي شورا یوه پخواني غړي احمدالله هم یاده پیښه تائید کړې او زیاتوي چې د پیښې دوه تنه ټپي ماشومان روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه