دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوسټ کلونیل لټرېچر، کلونیل ازم، ډي کلونائزېشن، نیو کلونائزنګ

پوسټ کلونیل لټرېچر، کلونیل ازم، ډي کلونائزېشن، نیو کلونائزنګ

لیکونکی: علی شیرانی

پوسټ کلونیل لټرېچر ته تر پوسټ کلونیل لټرېچر څه وړاندې (کامن ویلت لټرېچر) ویل کېدی یاني دولت مشترکه، د کامن ویلت لټرېچر اصطلاح د هغو هیوادونو د پاره کارول کېده کوم هیوادونه چې په بریټش کامن ویلت کې راتله، ځکه چې د هغه هیوادونو لیکوالانو په انګلېسي کې لیک کوی دوی به د کامن ویلت لټرېچر برخه ګڼل کېده، خو څه وخت پس دغو لیکوالانو دا محسوسه کړه چې داده کامن ویلت لټرېچر اصطلاح څه سمه نه راځي دغو لیکوالانو داده کامن ویلت لټرېچر اصطلاح په پوسټ کلونیل لټرېچر بدله کړه، ځکه چې دا اصطلاح اوس سمه او پراخه سوه ځکه چې ددې اصطلاح لاندې اوس یواځي د برټش کامن ویلت کالونیانې ته راتلې بلکې ددې اصطلاح لاندې اوس د اروپایي هیوادونو چې کوم هیوادونه یې خپلې خپلې کالونیز جوړې کړې وې اوس ټولې کالونیز ددې اصطلاح لاندې راتلې، داده پوسټ کلونیل لټرېچر اصطلاح ګلوبل اصطلاح جوړه سوه، ددې اصطلاح په رامینځ ته کېدو لوی رول د اېډورډ سېډ وو، په پوسټ کلونیل ازم پوهېدلو د پاره اړین دي چې موږ په دغو دریو اصطلاګانو ښه پوه سو، (کلونیل ازم، ډي کلونائزېشن او نیو کلونائزنګ)

۱: کلونیل ازم. اروپایي استعمارګر قامونه په نړۍ کې افریقه، اېشیا، سویلي امریکا یاني تر خپله وسه هر ځای ته ورسېدل، د نړۍ په نیمو وچو او په ډېری هیوادونو کې خپاره سول هلته یې د کمزورو قامونو مځکې، ریسورسز، معدنیات، خام مال دا هرڅه یې ولوټل ددغو نعمتونو د وطن څښتنان غریبان او دوی ښه شتمن سول او دا هر څه دغو اروپایي هیوادونو په خپل زور طاقت سره وکړل، دا هرڅه دوی څنګه ولوټل ددې دپاره دغو اروپايي هیوادو د لوی عقل څخه کار واخیستی دوی به ویل چې موږ سپین او غوره خلګ یو په نړۍ کښې، موږ تهذیب یافته یو دا نور قامونه سېویجز (وحشي) دي یاني د وحشي حیوانانو په شان ژوند کوي، موږ لار ښوونکي یو زموږ کار دادی چې موږ دا غیر تهذیب یافته قامونه تهذیب یافته کړو، ځکه چې برډن (بوج/بار) زموږ په سر دی چې موږ دا قامونه تعلیم یافته او تهذیب یافته کړو، دغو اروپایانو تر نولسمې پېړۍ پورې د کالونیز یاني د غلامو قامونو هرڅه ښه په همت سره و لوټل.

۲: ډي کلونائزېشن. د شلمې پېړۍ په پیل کې په ټوله نړۍ کې (اینټي کلونیل لبرېشن موومنټس) پیل سوه، غلام قامونه راپورته سول چې موږ آزادي غواړو او استعمارګر دې زموږ د وطنونو څخه ووزي، داده ازادۍ مبارزو په هر قام هر وطن کښې داسې زور واخیستی چې د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې ټولو کالونیانو آزادي واخیسته، زموږ هیواد افغانستان په ۱۹۱۹ کې آزادي تر لاسه کړه، او داسې د فرنچ، برټش او پرچګیز کالونیانو هم آزادي تر لاسه کړه، لومړی کالونیل ازم راغی بیا چې دغو قامونو آزادي ترلاسه کولې دې ته یې ډي کالونائزېشن ویلی.

۳: نیو کلونائزنګ. جسماني طور (فزیکلي) خو استعمارګر ولاړل، ولې اوس هم ددوی موجودګي زموږ په ذهنونو کې سته، ذهني تور دوی اوس هم موږ نیولي یو، څنګه؟ تر ټولو اول که څوک تر موږ بهتر وي موږ به هر مهال دا هڅه کوو چې موږ هم دده په شان بهتر سو څله چې موږ دوی تر ځان بهتر ګڼو او استعمارګر هم ددې ذهني غلامۍ څخه ګټه اخلي هم دې ته نیو کالونائزنګ وایي او ددې نیو کلونائزنګ په واسطه اوس موږ ددوی کلونیز یو.

چې کله ډي کلونائزېشن وسو هغه یواځي د آزادۍ د مبارزینو کردار نه وو بلکې د لیکوالانو هم لوی کردار وو د آزادۍ په مبارزو کښې د لیک د لارې څخه ونډه اخیستل دغو لیکوالانو ته ویل (پوسټ کلونیل رائټرز) دا لیکوالان د اېشیا، افریقه، کېرېبین او د سوېل امریکا څخه وو، دغو لیکوالانو پرېکړه وکړه چې تر اوسه خو مائک د برطانیې او فرانس په لاس کې وو چې ددوی په نظر څه سم وي دوی هغه ټولې نړۍ ته ور واوروي، اوس نمبر زموږ دی او موږ خپلې ستونزې په خپل نقطه نظر نړۍ ته ښکاره وو،

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه