دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناروې تیار دی چې په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه...

ناروې تیار دی چې په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې همکاري وکړي

ویب ډیسک

ډاکټر عبدالله عبدالله د ناروې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن اینه اریکسون سوریده سره خبرې

په پیل کې د سولې د هڅو، د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د نوې طرحې، د افغان سولې په تړاو پر کنفرانسونو، د دوحې په خبرو اترو او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د ناستې په پرېکړو په مفصل ډول خبرې وکړې.

ورپسې د افغانستان سره د ناروې هېواد له همېشنیو مرستو او له افغان سولې د ملاتړ څخه مننه وکړه، په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې د فعالې ونډې، د یوې تلپاتې سولې د ټنګښت په تړاو د افغانستان په نیت او عزم یې خبرې وکړې او د نړیوالو متحدینو د ملاتړ غوښتونکی وکړه ـ

د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د افغان سولې پروسې او ورستیو لاسته راوړنو څخه په ملاتړ وویل، علاقه یې لرله چې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو او لاسته راوړنو پوه شي او خوشحاله ده، چې له وروستیو بدلونونو خبره شوه.
د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د خپلو خبرو په دوام وویل، هېواد یې تیار دی چې په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې کوربتوب او تخنیکي همکاري وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه