دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد پيسو نړيوال صندوق: د اوکراين حالاتو له امله به ستر اقتصادي...

د پيسو نړيوال صندوق: د اوکراين حالاتو له امله به ستر اقتصادي خطرونه رامنځته شي

ويب ډیسک

د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريسټالينا ګيورګيوا د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه ويلي، د اوکراين حالات سيمې او نړۍ ته ستر اقتصادي خطرونه رسوي.

د پيسو نړيوال صندوق په اوکراین کې د روانو حالاتو د اقتصادي اغيز ارزونه کوي او چمتوالي نیسي، چې د دغه صندوق غړو ته ملاتړ برابر کړي.

ګريسټالينا ګيورګيوا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په روانې اونۍ کې د اوکراين د حالاتو دوام د پاملرنې وړ دي او د جګړه لا اوږدېږې، اقتصادي اغيزې به لا سختې وي.

اوسمهال نړيوال اقتصاد د کرونا وبا له منفي اغيزې څخه د بيا اعاده کېدو په حال کې دی، خو ښايي چې د اوکراين بحران به د اقتصادي پرمختګ بهير خراب کړي.

نوموړې زياته کړه، چې اوکراين دغه صندوق ته د بيړنيو پولي مرستو غوښتنه وړاندې کړې. دغه صندوق د تګلارو او وړانديزونو پرته فکر کوي، چې اوکراين ته نور پولي ملاتړ برابر کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه