دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍچين : امريکا د ايندو پاسیفيک ستراتيژۍ کې ښه نيت نه لري

چين : امريکا د ايندو پاسیفيک ستراتيژۍ کې ښه نيت نه لري

ويب ډیسک

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د چين د ګواښ په پلمه د ایندو پاسیفيک ستراتيژي پلي کوي او ښه نيت نه لري.

د مالوماتو له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ په دې وروستيو کې د ایندو پاسیفيک ستراتيژي خپره کړې او چين يې پکې يو ګواښ او تهديد بللی دی او ګڼ موضوعات يې پکې خپاره کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې امريکا د سيمې د ازادۍ، خلاصون، امنيت او سمسورتيا د هڅولو په پلمه د ذروي وسلو د خپرېدو تهديد جوړ کړی، د سيمه ييزو هېوادونو تر منځ يې اختلافات راپورته کړي او د آسيان سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ يې ويجاړې کړې دي.

نوموړي د امريکا دغه کړنې سيمه ييزې همکارۍ او انکشاف ته سخت تهديد بللی او ويلي يې دي، چې د امريکا د ایندو پاسیفيک ستراتيژي د سړې جګړې د پېل مفکوره راپورته کړې او د ارام سمندر د سيمې او اسيا د پاشل کېدو سبب به وګرځي.

وانګ ون بين پر سيمه ييزو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د امريکا د يادې ستراتېژۍ خطرونه تر نظر لاندې ونيسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه