دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکې او ناټو د امنیت په اړه روسيې ته ليکلي ځوابونه ورکړي

امريکې او ناټو د امنیت په اړه روسيې ته ليکلي ځوابونه ورکړي

ويب ډیسک

امريکې او ناټو د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په جلا جلا توګه د امنیت په اړه روسيې ته ليکلي ځوابونه ورکړل. د روسيې چارواکي ويلي، چې ځوابونه يې د روسيې د خوښۍ وړ نه دي او روسيه يې نه مني.

د امريکې د بهرنیو چارو وزیر انټونې بلینکن په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې ويلي، چې امريکې په ليکلي سند کې د اوکراین مسئلې د حلولو لپاره یوه ډيپلوماتیکه لاره وړاندې کړې.

خو د روسيې د فدرالي کمېټې یعنې د پارلمان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو کمیسیون لومړي مرستیال ولادمير دزباروف وويل، چې د امريکې ځوابونه د روسيې د خوښې وړ نه دي او روسيه يې نه مني.

د روسيې د دوما يعنې د پارلمان ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیسیون لومړي مرستیال ویچیسلف نیکونوف ویلي، چې امريکا په خپل ليکلي ځواب کې د روسيې د پاملرنې وړ مسئلو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، نو دغه شان ځوابونه يې هېڅ ارزښت نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه